د سمنټو د استخراج او تولید درې کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت د سمنټو د استخراج او تولید درې کانونه په قرارداد ورکولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان نن دوشنبې د چنګاښ ۴ مه و ویل: د سمنټو د استخراج او تولید دې کانونه چې په هرات، کندهار او پروان ولایتونو کې دي د ۵۰۰ میلیون ډالرو څخه په زیات ارزښت په قرارداد ورکړل شوي دي.

افغان زیاته کړه، چې د سمنټو د تولید په پیل سره به افغانستان په دغه لار کې ځان بساینې ته ورسږي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند څرګنده کړه، په نېږدې راتلونکې کې به درې نور لوی د سیمنټو کانونه په لوګر، جوزجان او سمنګان ولایتونو کې هم په قرارداد ورکړل شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .