AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳ ۱۸:۳۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85517859
T T
۰ Persons

Tags

د سږ کال په لومړیو دریو میاشتو کې ۷۰۰ زره الکترونیکي پېژند پاڼې وېشل شوې

کابل- ایرنا- د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ۷۰۰ زره الکترونیکي پېژندپاڼو د وېش خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د احصایې ملي ادارې نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په ټول هېواد کې د ۷۶ آسانه برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکزونو له لارې توانېدلي چې ۷۰۲ زره ۱۴۸ هېوادوالو ته برېښنايي پېژندپاڼې ووېشي.

د دې خبرپاڼې له مخې، د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې تر ټولو ډېر برېښنايي تذکرې په کابل ولایت کې وېشل شوي، چې تر ۱۳۱ زرو ډېرو هېوادوالو ته وېشل شوي، له کابل وروسته ۶۸ زره، بلخ ولایت کې تر ۴۵ زرو ډېرې، په ننګرهار کې څه باندې ۳۴ زره او په کندز ولایت کې څه باندې ۳۲ زره برېښنايي تذکرې وېشل شوې دي.

خبرپاڼه دا هم وايي، چې د روان کال په لومړیو درېیو میاشتو کې په ټول هېواد کې د زرګونو برېښنایي تذکرو پر وېش سربېره، د برېښنايي پېژندپاڼو له وېش وروسته ۱۸ زره نورو کسانو ته خدمات وړاندې شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .