د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ته د افغانانو خوښي/ افغانانو خواږه و وېشل

کابل- ایرنا- په نړیوال ۲۰ اوریزه جام کې د افغانستان ملي لوبډلې له خوا استرالیا ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې خلک سړکونو ته را ووتل او خوشحالۍ یې کولې.

د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه د نړیوال جام په لوبه کې اسټرالیا لوبدلې ته چې د کرکټ په نړۍ یې راج چلېږي یوه تاریخي ماته ورکړه.

د افغانستان په وړاندې استرالیا ماته د دغه هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې د سلګونو زره خلکو له شور، ځوږ او خوشحالیو سره مخ شوه او واټونو ته په راوتلو سره یې دغه تاریخی بری ولمانځه.

سلګونه زره تنه کابل، خوست، هرات، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار، لغمان، کنړ، میدان وردګ، لوګر، کندهار، بلخ او ځینو نورو ولایتونو کې سړکونو او واټونو ته راوتلي او د کرکټ ملي لوبډلې د بریا خوشحالي کوي.

د کابل ښار یو تن اوسېدونکی ضیا الحق ننګ په دې اړه و ویل: افغان اتلانو هغه ټیم ته ماته ورکړه چې د کرکټ په نړۍ پاچاهي کوي.

د کابل ښار یو بل تن اوسېدونکي و ویل: افغان اتلان نن وتوانېدل هغه ټیم ته ماته ورکړي، چې له کبر او غرور څخه یې آسمان ته کتل، دا د افغانستان لپاره یوه تاریخي لحظه ده چې د کرکټ د نړۍ کبرجن یې نسکور کړ.

دغه راز د ننګرهار ولایت خلکو له دغه بري څخه یو بل ته د خوږو، کیک او کلچو په ورکړې سره دغه ورځ ولمانځله.

د اسټرالیا پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بریا ته د افغانانو خوښي/ افغانانو خواږه و وېشل

دغه بریا د افغانستان د سرپرست دولت د چارواکو او د دغه هېواد د سیاستوالو له خوا تود هرکلی شوی او دا یې د افغانستان لپاره یوه ستره بریا او ویاړ بللی دی.

د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال حیات الله مهاجر فراهي نن په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د نړیوال جام د غوراوي سیالیو د ۸ غوره لوبډلو په کتار کې د اسټرالیا د کرکټ ملي لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او تاریخي بریا یې خپله کړه، هیله ده دا لړۍ همداسې دوام وکړي.

د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مرستیال لطیف نظري هم په خپله اېکس پاڼه لیکلي: د اسټرالیا پر وړاندې د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله د افغانستان ټول ولس ته مبارکي وایم.

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم ویلي: د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د نړیوال جام د غوراوي سیالیو په لړ کې د اسټرالیا د کرکټ ملي ټیم ته ماتې ورکړه او خپل ملت ته یې ویاړ ور په برخه کړ. 

د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا پخوانی اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله عبدالله هم د اسټراليا د کرکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د بريا مبارکي وويله.

د افغانستان د ټولنیزو رسنیو کاروونکو د کرکټ د ملي لوبډلې د انځورونو په شریکولو سره د دغې بریا هرکلی کړی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .