AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳ ۱۴:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85517699
T T
۰ Persons

Tags

نیکاراګوا د افغانستان لپاره نه اوسېدونکی سفیر وټاکه

کابل- ایرنا- د نیکاراګوا رسنیو د افغانستان لپاره د دغه هېواد د نه اوسېدونکي سفیر د ټاکل کېدو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د نیکاراګوا رسنیو نن یکشنبې د چنګاښ ۳ مه د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو له قوله راپور ورکړی دی، چې د افغانستان لپاره یې نه اوسېدونکی یا غیر مقیم سفیر ټاکلی دی.

د نیکاراګوا رسنیو د راپور پر اساس مایکل کمبیل دا مهال له چین څخه د افغانستان لپاره د سفیر په توګه دنده مخ ته وړي.

د نیکاراګوا مرستیال ولسمشر روزاریو موریلو هم د افغانستان لپاره د خپل هېواد د سفیر ټاکل کېدو پخلی کړی دی.

د ایرنا د خبر له مخې دا لومړی ځل دی، چې نیکاراګوا د افغانستان لپاره غیر مقیم سفیر ټاکي، نیکاراګوا په مرکزي امریکا کې موقعیت لري او له دې وړاندې یې له افغانستان سره هېڅ ډول دیپلوماتیکې اړیکې نه درلودې.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .