آلماني او آیټالیايي ګرځندویانو افغانستان کې له امنیت نه خوښي وښوده

کابل- ایرنا- آلماني او آیټالیايي ګرځندویانو د افغانستان له تاریخي ځایونو د لیدنې تر څنګ په دغه هېواد کې د شته امنیت څخه خوښي څرګنده کړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ دوه آلماني او ایټالیايي ګرځندویان په موټر سایکل له ۱۰ هېوادونو څخه په تېرېدو تېره ورځ د چنګاښ ۲ مه افغانستان ته ورسېدل او په دغه هېواد کې یې له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه.

دغه دوه ګرځندویانو په دې بیان سره چې سرپرست دولت له دوی سره هر ډول همکاري لري، له شته امنیت څخه خوښي وښوده.

د ایرنا د راپور پر اساس؛ په افغانستان کې د جګړې له پای ته رسېدو او نسبي امنیت وروسته دغه هېواد ته د بهرنیو سیلانیانو شمېر ډېر شوی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .