AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۳ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85517296
T T
۰ Persons

Tags

له ترهګرۍ سره د مبارزې په پار له کابل سره همکاري حیاتي موضوع ده

کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي، د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو سره جګړه کوي او موږ له دغه مبارزې سره مرسته یوه حیاتي موضوع بولو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف دوشنبې د چنګاښ ۲ مه قزاقستان کې د ډله ییز امنیتي تړون سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا له غونډې وروسته و ویل: د دغه سازمان غړي د طالبانو له حکومت سره د مانا لرونکو خبرو اترو غوښتونکی دی.

لاوروف ټینګار وکړ چې د ډله ییز امنیتي تړون غړي د افغانستان له سرپرست حکومت سره د یوې لا باثباته، دوامدارې او بنسټیزو خبرو اترو پلوي دي چې هدف یې د رښتینې پروژو پلي کول دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر څرګنده کړه: په ټولیزه توګه موږ د طالبانو له حکومت سره چې په حقیقت کې د هېواد اداره کوي، د رښتینې پروژو د پلي کولو په هدف د لا باثباته، دوامداره او بنسټیزو خبرو اترو د رامنځته کولو پلوي یو، دا د بحثونو په جریان کې د اکثریت نظر و چې زه یې نن درته بیانوم، د طالبانو حکومت له ترهګرو ډلو سره په جګړه بوخت دی او موږ په دې جګړه کې مرسته کول اړین ګڼو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .