AP ۱۴۰۳ چنگاښ ۲ ۱۶:۳۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85516577
T T
۰ Persons
د حج مراسمو کې د مړو شویو کسانو شمېر ۹۸۰ ته ورسېده

کابل- ایرنا- د فرانسې خبري آژانس ادعا کړې، چې د دغه آژانس د راټولو شویو شمېرو له مخې تر اوسه پورې د حج مراسمو ادا پر مهال د بېلابېلو ملتونو ۹۸۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د فرانسې خبري آژانس نن شنبې د چنګاښ ۲ مه اعلان کړی دی، چې زیاتره حاجیان د ګرمې له امله مړه شوي دي.

راپور زیاته کړې: د مړو شویو مصري حاجیانو شمېر چې تر ټولو زیات تلفات لري، ۶۵۸ تنو ته رسېدلی چې له دې جملې څخه ۶۳۰ تنو له اجازې پرته حج کړی دی.

د دغه راپور پر بنسټ، پر مصر سربېره اندونیزیا د ۱۳۲ حاجیانو، هند له ۶۸، اردن د ۶۰، تونس له ۳۵، عراقي کردستان د ۱۳ حاجیانو په لرلو سره د هغو هېوادونو په کتار کې دي چې په روان کال کې یې حج کې تر ټولو ډېر تلفات درلودل.

همدا راز په دې مراسمو کې د نورو هېوادونو ۱۴ تنو حاجیانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایرنا د معلوماتو پر اساس، د سعودي د حکومت د راپور له مخې، په دې مراسمو کې ۱۸۰۰ زره کسانو ګډون کړی و، چې ۲۰۰ زره یې سعودي حاجیان دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .