ملګري ملتونه تل هڅه کوي د افغانستان وضعیت ناامنه او بې ثباته وښيي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت وايي، ملګري ملتونه تل هڅه کوي، چې د افغانستان وضعیت ناامنه او بې ثباته وښيي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن شنبې د چنګاښ ۲ مه د افغانستان د امنیت په اړه د ملګرو ملتونو وروستي راپور ته په غبرګون کې ویلي: د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستیالۍ د راپور په اړه باید و ویو، موږ دا ټولو ادعاوې ردوو او دا د واقعیتونو خلاف بولو. 

قانع زیاته کړهې:په افغانستان کې امنیت په ټول هېواد کې ځانګړی او بې ساری دی، په دې وروستیو کې موږ کومه امنیتي پېښه نه ده لرلې، البته، هغه ډېرې محدودې وې او ډېرې وړې وې.

د كورنيو چارو وزارت وياند څرګنده كړه: ښايي د ملګرو ملتونو سياسي دفتر ځينې هغه موارد او عمليات چې د نشه يي توكو د له منځه وړلو او له سړي تښتوونکو سره د مبارزې په برخه كې مو درلودل د امنيتي قضيو په توګه تړلي وي.

قانع څرګنده کړه: ملګري ملتونه او په هغو پورې اړوند ځينې کړۍ تل هڅه کوي چې د افغانستان حالات ناامنه او بې ثباته وښي، هغه د ملګرو ملتونو له سیاسي دفتر څخه وغوښتل چې د افغانستان له واقعیتونو سره سم خپل نظر وړاندې کړي.

د ایرنا د خبر له مخې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي مرستندویه پلاوي یا یوناما په خپل نوي راپور کې د افغانستان امنیتي وضعیت خراب بللی دی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .