پکار ده چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د ګرانولو لپاره له ټولو ظرفیتونو کار واخلو

کابل- ایرنا- د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر د فلسطین اسلامي غورځنګ د سیاسي دفتر له مشر سره په لدینه کې و ویل: پکار ده چې د صهیونیستي رژیم د جنایتونو د ګرانولو لپاره له ټولو ظرفیتونو کار واخلو او مقاومت باید د اشغالګرو په وړاندې په داخلي وسله وال مقاومت پورې محدود نه وي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د ایران اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست علي فاقري نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه د فلسطین د اسلامي غورځنګ یا جماس ګوند د سیاسي دفتر له مشر اسماعیل هنیه سره په دوحه کې ولیدل او د فلسطیني ملت او د فلسطین د مقاومت د زړورتیا ستاینه یې وکړه او په دوه اړخیزو او څو اړخیزو ډګرونو کې یې له مقاومت څخه په ملاتړ کې د ایران اسلامی جمهوریت وروستی ډیپلوماټیک اقدام وباله.

باقري څرګنده کړه: د صهیونیستانو د تېري او جنایت د ګرانولو لپاره له ټول توان څخه کار اخیستل پکار دي او مقاومت باید د یرغلګرو په وړاندې په وسله وال مقاومت پورې محدود نه شي، بلکي له فلسطين څخه بهر د عامه ډيپلوماسۍ په ډګر کي مقاومت، حقوقي او سياسي مقاومت بايد په دننه کي د وسله وال مقاومت ترڅنګ د فلسطيني ولس د ارادې او حقوقو ملاتړ وکړي.

په دغه کتنه کې اسماعیل هنیه د لوی اختر مبارکی وویله او یو ځل بیا یې د ایران د مرحوم ولسمشر ایت الله سید ابراهیم رئیسی او بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان په شهادت خواشینی څرګنده کړه او د فلسطین د مقاومت جبهې په ملاتړ کې یې د هغوی رول وستایه.

د حماس د سیاسی دفتر مشر د اسلامي انقلاب له معظم رهبر، دولت، ملت او د بهرنیو چارو له وزارت څخه د فلسطین له ملت او د فلسطین له مقاومت څخه د ملاتړ له امله د مننې په ترڅ کې وویل: د وحشیانه او نسل وژنې له دوام سره سره، د غزې په تراډه کې د فلسطيني ملت په خلاف د صهيونېسټ رژيم له جنايتونو سره سره د صهيونېسټ رژيم په مقابل کې د فلسطين د ملت مقاومت دوام لري.

هنيه د صهيونيستي رژيم داخلي سياسي حالات، د دغه رژيم سيمه ايز او نړيوال حالات او د لوېدیځې نړۍ په تېره بيا د امريکا د يرغلګرو د جنايتونو او د مقاومت د جبهې په ډګر کې د پرمختګونو په مقابل کې د لوېدیځې نړۍ او په تېره بيا د امريکا د عامه افکارو زياتېدل، په لبنان او یمن کې د سیمې د هېوادونو ستراتېژیک بلوغت او د الاقصی طوفان څخه مخکې وخت ته د بېرته راستنېدو امکان ښیي.

هغه وویل د صهیونیستی رژیم پوځ له ۹ میاشتو پراخ پوځی تېري او د غزې د خلکو له نسل وژنې وروسته په عملی توګه خپلو هدفونو ته په رسېدو کې پاتې راغلي دي.

هنيه د غزې د تراډې، جګړې د بندولو لپاره د وړاندې شوي سياسي پلان په اړه د حماس د بنسټيز دريځونو په بيانولو سره ټينګار وکړ چې حماس د هر هغه اقدام هرکلى کوي چې د فلسطيني ملت ټولې غوښتنې پوره کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .