AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۶:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85514980
T T
۰ Persons

Tags

په تل آبیب کې د بنیامین نتانیاهو د کابینې پر ضد لاریونونه دوام لري

کابل- ایرنا- د صهیونیستي ښارګوتو اوسېدونکي یو ځل بیا د تل آبیب واټونو ته راوتلي و او د دغه صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد یې شعارونه ورکول.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې په صهیونیستي رژیم پورې تړولو رسنیو نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په تل آبیب ښار کې د خلکو د لاریون خبر ورکړی او لیکلي یې دي، لاریون کوونکو د بندیانو د تبادلې د موافقې د نه لاسلیکولو په اعتراض کې د صهیونیستي رژیم د لومړی وزیر او د هغه د افراطی کابینې په خلاف شعارونه ورکول او د دغې کابینې د ړنګېدو غوښتنه یې وکړه.

دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې هم په «عسقلان» کې صهیونیستی مېشتو د صهیونیسټی رژیم د لومړی وزیر پرضد لاریونونه کړي وو او د بندیانو د خلاصون لپاره یې له مقاومت سره د موافقې غوښتنه کړې وه.

ورته لاریون د سه شنبې په ورځ د اشغال شوي بیت المقدس، هرزلیه او تل ابیب په لویو لارو کې وشول.
د صهیونیستي زندانیانو او په غزې تراډه کې د وژل شویو سرتېرو کورنیو له مقاومت سره د بندیانو د تبادلې د موافقې په چوکاټ کې د جګړې د ختمېدو غوښتنه وکړه.

دغو کورنیو ټینګار وکړ چې د جګړې دوام به د لا زیاتو بندیانو او صهیونیستی پوځیانو د وژل کېدو سبب شي.

د ایرنا د راپور له مخې د صهیونیستانو لاریونونه د شنبې په ماښام په تل ابیب کې پیل شول او صهیونیسټی راډیو او ټلویزیون اعلان وکړ چې د غزې په تراډه کې د وژل شویو صهیونیستانو او پوځیانو کورنیو د مقاومت سره د تبادلې تړون په چوکاټ کې د جګړې د ختمولو غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .