AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۶:۳۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85514978
T T
۰ Persons

Tags

د چین ګمرک: تېرو ۵ میاشتو کې د چین او ایران تر منځ سوداګري ۶ میلیارد ډالره وه

کابل- ایرنا- د چین ګمرک اعلان کړی دی، چې د روان کال په لومړیو پنځو میاشتو کې له ایران سره د دغه هېواد د سوداګرۍ کچه ۶ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایرنا خبري آژانس د راپور له مخې د چین ګمرک په خپل تازه راپور کې اعلان کړی دی، چې د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د ایران سره د دغه هېواد د سوداګرۍ کچه ۵.۹ میلیارد ډالرو ته رسېدلې ده.

د ایران او چین تر منځ سوداګرۍ د ۲۰۲۴ کال په پنځو میاشتو کې د تېر کال په پرتله ۹ سلنه کموالی درلود په داسې حال کې چې د تېر کال د جنوري نه تر مۍ پورې د ایران او چین د سوداګرۍ کچه ۶.۵ میلیارد ډالره اعلان شوې وه.

له ایران څخه د چین واردات د ۲۰۲۴ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵ سلنه کمښت سره مخ شوې وه او یو میلیارد او ۸۰۰ میلیون ډالرو ته رسېدلې وه، چین د تېر کال په همدې موده کې یو میلیارد او ۹۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت توکي له ایران څخه وارد کړي وو.

د روان کال له جنورۍ څخه تر مې مياشتو پورې ايران ته د چين صادرات څلور مليارډ او ۱۰۰ مليونه ډالره وو چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۰ کمښت دی. چين د تېر کال له جنورۍ څخه تر مې مياشتې پورې ايران ته د څلور مليارډو او ۶۰۰ مليونو ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي وو.

د دغه راپور له مخې، د روان کال په مې میاشت کې چین له ایران څخه د ۲۴۵ میلیونو ډالرو مالونه وارد کړل او د ۵۹۴ میلیونو ډالرو مالونه یې ایران ته صادر کړل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .