AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۱:۱۳
Journalist ID: 5624
News ID: 85514700
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه لري

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۱:۱۳
News ID: 85514700
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره لوبه لري

کابل- ایرنا- د ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د اته غوره لوبډلو په پړاو کې افغان ملي لوبډله نن له هند ملي لوبډلې سره مخامخ کېږي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې او هند لوبه به نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه د کابل په وخت د ماښام ۷ بجې د ویسټ انډیز د باربوداس ټاپو په کنزینګټون اوال لوبغالي کې تر سره شي.

افغانستان په دې پړاو کې له هند، اسټرالیا او بنګله دېش سره لوبې لري. افغان ملي لوبغاړي به د جون په ۲۳ مه د اسټرالیا او د جون په ۲۵ مه له بنګله دېش سره لوبې وکړي.

د یادونې ده، چې افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د همدې نړیوال جام په لومړي پړاو لوبو کې لومړی درې لوبې په ښه توګه وګټلې خو له ویسټ انډیز څخه یې ماته وخوړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .