AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۱:۱۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85514687
T T
۰ Persons

Tags

نظري: د افغانستان امنیت په سیمه کې بې ساری دی

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۱ ۱۱:۱۱
News ID: 85514687
نظري: د افغانستان امنیت په سیمه کې بې ساری دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وايي، د افغانستان امنیت په سیمه کې بې ساری دی او دښمنانو د اختر په ورځو کې کوچنی حرکت هم ونه شوای کړای.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبدالطیف نظري نن پنشنبې د غبرګولي ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: اسلامي امارت د اختر په ورځ کې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم ګام پورته کړ او د اختر ورځو کې دښمنان ونه توانېدل چې کوچینی حرکت هم تر سره کړي.

د اقتصاد وزارت مسلکي معین باوري دی، چې دغه موضوع د امنیتي ځواکونو د دندې پېژندنې ښوودنه کوي او دا د خلکو د همکارۍ، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو ښه مدیریت په ګوته کوي.

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند پرون په یوه خبرپاڼه کې اعلان وکړ چې د لوی اختر ورځې په بشپړ امنیت او په هېواد کې له هرډول ګواښونو او امنیتي ستونزو څخه پاکې تېرې شوې.

قانع وويل، چې د منظم امنيتي پلان له مخې، د نورو امنيتي بنسټونو په همغږۍ او نږدې همکارۍ د پوليسو ځواکونه توانېدلي، چې د اختر په ورځو کې په ټول هېواد کې امنيت تامين کړي او د افغانستان خلکو ته د اختر په مذهبي مراسمو کې د ګډون زمينه برابره کړي. 

د هغه په وينا، دغه برياليتوب د دقيق او اغېزمن امنيتي پلان، د امنيتي ځواکونو د څلوېښتو ساعتونو هڅو او د افغانستان د ديني عالمانو د همکارۍ پايله ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .