AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۳۰ ۱۶:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85514020
T T
۰ Persons

Tags

د کابل پر وړاندې د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکوونکی توند دریځ

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي پر کابل د توندو نیوکو په ترڅ کې ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو ځپوونکې کړنلاره باید د بشریت وجدان ته ټکان ورکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه د افغانستان په اړه خپل تازه راپور د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په ۵۶ مه ناسته کې وړاندې کړ او ویې ویل، افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې سیستماتیک او پراخ نقض په شدت سره دوام لري.

بنیټ ادعا وکړه چې که په افغانستان کې د بشري حقونو پراخې او منظمې سرغړونې ته جدي پاملرنه ونه شي، د دې هېواد راتلونکي نسلونه به یې ویجاړونکي زیانونه اغېزمن کړي.

ریچارډ بنیټ د افغانستان پر اوسني حکومت غږ وکړ چې د خپل جنسیتي تبعیض سیستم چې ښځې او نجونې له خپلو اساسي حقونو څخه بې برخې کوي، ژر تر ژره اقدام وکړي.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر یو ځل بیا پر نړیوالې ټولنې غږ کړی چې جنسیتي توپیر د بشریت ضد جرم په توګه وپېژني.

بنیټ دا هم وویل، مخکې له دې چې طالبان نورمال یا مشروع ورکړل شي، باید د بشري حقونو په برخه کې ثابت او ملموس پرمختګ وشي.

نوموړي د دوحې په درېیمه ناسته کې چې ټاکل شوې د سرطان میاشتې په ۱۰ او ۱۱ مه نېټه د ملګرو ملتونو له خوا جوړېږي، د ښځو د بشري حقونو د مدافعینو په ګډون د افغانستان د مدني ټولنې د استازو د ګډون پر اړتیا ټینګار وکړ.

د ایرنا د راپور له مخې ریچارډ بنیټ د افغانستان په اړه خپل راپور په داسې حال کې وړاندې کوي چې د سرپرست دولت چارواکو تل د نړیوالو موسسو تحقیقات د افغانستان له واقعیتونو سره په ټکر کې ګڼلي او د خپلو کړنو په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې یې دفاع کړې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .