د دوحې ناسته کې به د افغانستان له اوسني حاکمیت سره به د حاکمو چارو په توګه چلند وشي

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي ویاند وايي، د دوحې راتلونکې ناسته کې به به د افغانستان له اوسني حاکمیت سره به د حاکمو چارو په توګه چلند وشي نه د یوه رسمي او قانوني دولت په توګه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي مرستیال ویاند فرحان حق سه شنبې د غبرګولي ۲۹ مه په یوه خبري ناسته کې ویلي: ملګري ملتونه طالبان د حاکمو چارواکو په توګه پېژني او هغوی سره به د دوحې په ناسته کې د رسمي دولت په توګه چلند ونه شي.

هغه په افغانستان کې د جنسیت توپیر د دغه سازمان له مهمو اندیښنو څخه وباله زیاته یې کړه: «موږ غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې په ټولنه کې د ښځو مناسب رول تامین او د هغوی حقونو ته درناوی وشي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د افغانستان د سرپرست دولت چارواکو تل د ښځو پر وړاندې د جنسیتي توپیر او په افغانستان کې د ښځو بشري حقونه له پامه غورځول رد کړي او ویلي یې دي چې د ښځو حقونه له اسلامي شریعت سره سم په پام کې نیولي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .