AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۷ ۱۷:۱۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85511010
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان د سرپرست دولت: د دوحې ۳ مه ناسته کې ګډون د افغانستان په ګټه بولو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت ویاند رسنیو ته ویلي، چې د دوحې ۳ مه ناسته کې ګډون د افغانستان په ګټه تشخیص شوی او په هغې کې به ګډون وکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوحې په دریمه غونډه کې به د افغانستان استازي ګډون وکړي.

هغه زیاته کړه: اسلامي امارت د دوحې د ۳ مې ناستې د اجنډا له څېړلو وروسته په دې غونډه کې د ګډون پریکړه وکړه، ځکه په دې غونډه کې له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې په مرستو او اقتصادي مسایلو خبرې کېږي.

د ایرنا د راپور له مخې ؛ د مجاهد دغه څرګندونې په داسې حال کې شوي چې د افغانستان سرپرست دولت د دوحې په دویمه ناسته کې د ګډون لپاره شرطونه او بندیزونه لګولي وو.
د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .