AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۶:۰۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85508281
T T
۰ Persons

Tags

د صهیونیستي رژيم په مخابراتي شرکت «بیزیک» د هکرانو لخوا برید شوی

کابل- ایرنا- خبري سرچینو د صهیونیستي مخابراتي شرکت "بیزیک" پر دفتر د سایبري برید خبر ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې المیادین شبکې نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه په یوه راپور کې ویلي، د صهیونیستي مخابراتي شرکت «بیزیک» د سایبري برید سره مخ شوی او له ډېرو مشتریانو سره یې ارتباطي کرښې پرې شوې دي.

د ۱۴۰۲ کال د تلې میاشتې په ۱۵ مه د «الاقصی طوفان» د عملیاتو له پیلیدو سره، د صهیونیست رژیم په زیربناو باندې هم سایبری حملې زیاتې شوې وې، څه موده مخکې صهیونیستي خبري شبکې «واللا» په ویب سایټ باندې هکرانو برید وکړ.

د ایرنا د خبر له مخې، د غزې په تراډه کې د جګړې له شروع کېدو راهسې په تېرو څو میاشتو کې د صهیونیست رژيم اصلي زیربنا د پرله پسې سایبري بریدونو شاهد و، د دغه رژیم اقتصاد هم په سخته ځپل شوی، د خوراکي موادو او کورونه بیې هم لوړې شوي دي، او انفلاسیون ورځ په ورځ زیاتیږي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .