AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۶:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85508163
T T
۰ Persons

Tags

د غزې دولت: لوږه د ناورین حالت ته رسېدلې ده

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۶:۰۰
News ID: 85508163
د غزې دولت: لوږه د ناورین حالت ته رسېدلې ده

کابل- ایرنا- د غزې تراډه کې یوه دولتي چارواکي الجزیرې شبکې ته ویلي، چې په دغه سیمه کې لوږه او قحطي د ناورین حالت ته رسېدلې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ الجزیرې شکبې نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه خبر ورکړی، چې غزې تراډه کې یوه دولتي چارواکي چې د نوم له ښودلو یې ډډه کووله و ویل: د غزې شمال کې لوږه د ناورین حالت ته رسېدلې او اکثریت خوراکي توکي خلاص شوي دي.

هغه په دې بیان سره چې د خطرناکې قحطۍ له امله په سلګونو ماشومان او ناروغان د مرګ له خطر سره مخامخ دي، زیاته کړه: اړوندې نړیوالې ادارې خپله دنده نه ترسره کوي چې اشغالګر دې ته اړ کړي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي.

په دې اړه د غزې ښاروال وویل: د صهیونیسټی پوځیانو له خوا د دغې کلا د کلابندۍ او د کافي خوراکي توکو د کمښت په نتیجه کې په حقیقت کې د غزې په شمال کې قحطی خپره شوې ده.

د ایرنا د راپور پر اساس په غزې تراډه دصهیونیست رژیم له بریدونو اووه میاشتې وروسته چې هېڅ نتیجه او لاسته راوړنه یې نه لرله دغه رژیم ورځ په ورځ په خپلو داخلي او بهرنیو بحرانونو کې ډوبیږی.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .