AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۲:۱۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85508040
T T
۰ Persons

Tags

د قوش تېپي په زمردسای سیمه کې د تېلو ۱۱ نور څاه ګانې کندل کېږي

کابل- ایرنا- د جوزجان سیمه ییزه چارواکو د دغه ولایت د زمرد سای ولسوالۍ د قوش تېپې په سیمه کې په نېږدې راتلونکې کې د ۱۱ نورو څاګانو د کندلو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د جوزجان والي ګل حیدر شفق نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴مه وویل چې سږ کال به د جوزجان په قوش تپې ولسوالۍ د زمرد سای په سیمه کې د تېلو د څاګانو په منځ کې د ۳ اوسنیو څاګانو ترڅنګ ۱۱ نوې څاګانې هم وکیندل شي.

د جوزجان د والي په وينا، د ١١ نويو څاګانو د کيندلو په بشپړېدو سره به د نفتو د استخراج کچه د ورځې دوه زره ټنو ته ورسېږي.

د امو سیند د نفتو په ساحه کې د سرپل، فاریاب او جوزجان ولایتونو د نفتو زیرمې شاملې دي او د رسمي شمېرو له مخې یوازې زمرد سای ۷۰ میلیونه بېرله تېل لري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .