AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۲:۰۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85507875
T T
۰ Persons

Tags

د تېر کال په پرتله د غنمو په حاصلاتو کې ۱۳ سلنه زیاتوالی راغلی دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د تېر کال په پرتله سږ کال د غنمو په حاصلاتو کې د ۱۳ سلنه زیاتوالي خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه اعلان کړی دی، چې د کرنې وزارت له خوا د وړاندې شویو شمېر له مخې ۱۴۰۳ کال کې په ۲.۱۴ زره هکتاره ځمکه باندې غنم کرل شوي دي، چې له دغه کروندو به ۴ میلیونه او ۹۰۰ زره ټنه حاصلات تر لاسه شي.

د کرنې وزارت زیاته کړه: د غنمو د حاصلاتو اندازه چې د افغانستان یوه له مهمو اړتیاوو څخه ده، سږ کال د تېر کال په پرتله ۱۳ سلنه زیاتوالی ښيي.

د ایرنا د خبر له مخې؛ د سروې ګانو او څېړنو پر بنسټ په افغانستان کې د غنمو تقاضا په کال کې ۶.۹ میلیونه مټریک ټنه اټکل شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .