AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۲:۰۲
Journalist ID: 5624
News ID: 85507844
T T
۰ Persons

Tags

د افغانستان او ایران تر منځ سیاسي او فرهنګي تعامل د پراختیا په حال کې دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست د ایران د مرحوم ولسمشر ځانګړي استازي او سرپرست سفیر سره په لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او ایران تر منځ سیاسي او فرهنګي همکارۍ د پراختیا په حال کې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ملا خیرالله خیرخواه نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه د افغانستان لپاره د ایران د مرحوم ولسمشر له ځانګړي استازي او کابل کې د دغه هېواد د سرپرست سفیر حسن کاظمي قمي سره د فرهنګي او هنري اړیکو د پراختیا په اړه خبرې اترې کړې دي.

ملا خیرالله خیرخواه په دغه لیدنه کې ویلي، چې د افغانستان او ایران تر منځ سیاسي او فرهنګي همکارۍ او تعامل ورځ تر بلې د پراختیا په حال کې دی.

کاظمي قمي هم په دغه لیدنه کې د ایران او افغانستان تر منځ د اقتصادي، فرهنګي، هنري او سیاسي اړیکو پر پراختیا ټينګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .