AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۴ ۱۱:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85507792
T T
۰ Persons

Tags

د صهیونیستي رژيم پر خځو د حزب الله غچ اخیستونکي بریدونه

کابل- ایرنا- د لبنان حزب الله غورځنګ د دغه ګوند د یوه لوړ پوړي قوماندان د غچ اخیستنې په بدل کې د صهیونیستي رژیم پر خځو د پراخو توغنديي او راکېټي بریدونو تر سره کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د لبنان حزب الله غورځنګ نن پنشنبې د غبرګولي ۲۴ مه اعلان کړی دی، چې په جویا ښار د خپل یوه قوماندان د وژل کېدو او څو ملکي وګړو د ټپي کېدو په بدل کې د حزب الله مجاهدینو د خربه ماعر او دې ته نېږدې سیمو کې د اسرائیلي پوځ په دېرو او صهیونیستي دښمن په توپخونو د کاتیوشا توغندیو بریدونه کړي دي.
د حزب الله مجاهدينو د حديب يارين قرارګاه د برکان توغندي په وسيله په نښه کړه، چې مستقيم په هدف لګېدلي دي.

حزب الله د «حانیتا» قرارګاه هم په توپچي برید سره په نښه کړه، چې مستقیم په هدف لګېدلي دي.

د لبنان د حزب الله اسلامي غورځنګ د جلال عالم په اډې د توپخانې برید او د برق ریشه په اډې د برکان توغندیو د حملې خبر ورکړی دی.

حزب الله اعلان وکړ چې دغه بریدونه د «جویا» په ښارګوټی باندې د صهیونیست رژیم په هوایي حمله کې د دغه غورځنګ د یو لوړ رتبه قوماندان« طالب سمیع عبدالله» په نامه د حاجي ابو طالب د وژل کېدو په غبرګون کې ترسره شوي دي.

د ایرنا د خبر له مخې په تېرو څو میاشتو کې د غزې په تراډه کې د صهیونیست رژیم له وحشتناکو جنایتونو او په دغه سیمه کې د فلسطینیانو د نسل وژنې په دوام کې د لبنان حزب الله د نیواک شویو سیمو په شمال کې د دغه رژیم پوځی مرکزونه په نښه کوي، چې دا مسله په دغو سیمو کې د صهیونیستانو د ویرې سبب شوې ده.

تر اوسه په لسګونو زره صهیونیسټان د مقاومت د بریدونو له ویرې د لبنان پولو ته نږدې له مېشت ځایونو څخه وتلي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .