AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۵۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85506537
T T
۰ Persons

Tags

کابل- ایرنا- د اونتاریو عالي محکمې اعلان کړی دی، چې د اوکرین نړیوال هوايي خطونه د قانوني لحاظه د هغه کسانو کورنیو ته د غرامت په ورکولو تړلي، چې دوستان یې ایران کې د PS۷۵۲ الوتکې د لوېدو په پېښه کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د کاناډا د اونټاریو محکمې دوشنبې د غبرګولي  ۲۱ مه، د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې په ایران کې د یوې مسافر وړونکې الوتکې د نسکورېدو د قربانیانو د کورنیو په ګټه پریکړه وکړه چې د اوکراین د هوايي شرکت اړونده وه.

PS۷۵۲ الوتکه د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ د 8 په لومړیو ساعتونو کې د ایران پلازمینې تهران ته نږدې د انساني تېروتنې له امله نسکوره شوه چې په پایله کې د کاناډا اتباعو په ګډون ټول مسافر او عملې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

په دې حکم کې د محکمې قاضي اعلان وکړ چې د اوکراین هوايي شرکت (UIA) په دې حادثه کې په غفلت تورن دی، ځکه چې د دې الوتکې له الوتنې څو ساعته مخکې، ایران د مارشال قاسم سلیماني د وژنې په غبرګون کې په عراق کې د امریکایي ځواکونو په وړاندې بالستیک توغنديو د ځوابي برید د احتمال په اړه د چمتوالي په حال کې وه.

دا پریکړه په ټورنټو کې د ۸۱ ورځو محاکمې وروسته صادر شوه چې د ۲۰۲۴ په جنوري کې پای ته ورسېده.

د پیغام پای/

Tags

Your Comment

You are replying to: .