AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۳ ۱۰:۳۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85506424
T T
۰ Persons

Tags

مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پرانستل شو

کابل- ایرنا- د داخلي تولیداتو د ملاتړ او د هغو لپاره د بازار موندنې په موخه د مزارشریف ښار په مرمرین هوټل کې کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي نندارتون پرانستل شو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د صنعت او سوداګرۍ وزارت سه شنبې شپه د غبرګولي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي: مزار شریف کې دغه درې ورځنی نندارتون د سیمه ییزه چارواکو او یو شمېر صنعت کارانو او سوداګرو په شتون کې پرانستل شو.

د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې درې ورځني نندارتون کې د هېواد کورني توليدات او محصولات په ١٣٠ غرفو کې نندارې ته ايښودل شوي دي چې په لومړۍ ورځ د بلخ ولايت څه  دپاسه ٥٠٠٠ تنو ښاريانو ترې ليدنه وکړه.

دا نندارتون هره ورځ د سهار له اتو بجو د ماښام تر ۶ بجو پورې د لیدونکو لپاره خلاص وي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .