AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۵:۳۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85505494
T T
۰ Persons

Tags

روسیه: امریکا طالبانو ته د زیان رسولو په لټه کې ده، دوی له افغانستان څخه د شړلو حقیقت ته نه دي رسېدلي

کابل- ایرنا- د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ویلي، امریکا طالبانو ته د زیان رسولو په لټه کې ده، دوی له افغانستان څخه د شړلو حقیقت ته نه دي رسېدلي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیرکابلوف نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه په یوه مرکه کې ویل، امریکا هڅه کوي په هر ډول چې وي په افغانستان کې د خپلې ماتې غچ واخلي.

ضمیر کابلوف له «سپوتنیک» سره په مرکه کې وویل: د امریکا متحده ایالات له افغانستانه د خپلې ناکامۍ او تېښتې هوډ نه لري او اوس هڅه کوي چې له مختلفو لارو د دغه شرم غچ واخلي.

د کابلوف په وینا، له یو شمېر تروریستي سازمانونو د واشنګټن ملاتړ د هغو طالبانو د زیانمنولو هڅه ده، چې د امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې واک ته ورسېدل.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .