له یو میلیون زیاتو افغانانو ته د لمریزې برېښنا د ګټې اخیستنې زمینه برابره شوې

کابل- ایرنا- د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام خبر ورکړی دی، چې په افغانستان کې یو میلیون او ۱۳۳ زره کسانو ته د لمریزې برېښنا څخه د ګټې اخیستنې زمینه برابره شوې ده.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا (UNDP) دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه د یوه راپور په خپرولو سره اعلان کړی دی، چې د لمریزې برېښنا تختې په روغتیايي، پوهنیزو، اجتماعي او ټولو ځایونو کې لګول شوې او ډېری بې وزله کورنۍ ترې ګټه اخلي.

د ایرنا د راپور پر اساس، د افغانستان ۷۵ سلنه برېښنا اړتیا له ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه له منځنۍ اسیا څخه پوره کېږي او د افغانستان سرپرست دولت هڅه کوي چې د کابل سروبي کې د لمریزې برېښنا د تولید په ګډون د بېلابېلو پروژو په پیلولو سره په دې برخه کې د افغانستان اړتیاوې زیاتې کړي

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .