AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۵:۱۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85505237
T T
۰ Persons

Tags

اروپايي ټولنه د بشري ناورین د مخنیوي په پار له افغانستان سره ۱۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي

کابل- ایرنا- اروپايی ټولنې اعلان کړی دی، چې د بشري ناورین د مخنیوي په پار به له افغانستان سره ۱۵۰ میلیونه یورو مرسته وکړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ اروپايي ټولنې نن سه شنبې د غبرګولي ۲۲ مه په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی دي، چې د بشري ناورین د مخنیوي په پار له افغانستان سره ۱۵۰ میلیونه یورو مرسته کوي.

خبرپاڼې څرګنده کړې، دغه مرسته د بشردوستانه همکارانو له خوا په افغانستان کې د بشري ناورین د له منځه وړلو لپاره ځانګړې شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د مرستو دغه بسته به د خوراکي توکو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او د څښاک اوبو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي په برخه کې ولګول شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .