AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۰:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85505016
T T
۰ Persons

Tags

مجاهد:

د روسیې د وروستي دریځ ستاینه کوو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۰:۴۹
News ID: 85505016
د روسیې د وروستي دریځ ستاینه کوو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست  دولت ویاند ویلي: د روسي چارواکو وروستي دریځونه مثبت دي او موږ یې ستایو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ویاند ذبیح الله مجاهد د روسیې د چارواکو د وروستي دریځ هرکلی وکړ ویې ویل: افغانستان له نورو هېوادونو سره همکارۍ او مثبتو تماسونو ته اړتیا لري او د روسیې وروستی دریځ مثبت دی او موږ یې ستایو.

د سرپرست دولت ویاند زیاته کړه: په ټولیزه توګه زموږ هیله دا ده چې ټول هېوادونه له افغانستان سره ښې او باوري اړیکې ولري چې د هېوادونو، ملتونو او سیمې په ګټه وي.

د ایرنا د راپور له مخې په دې وروستیو کې د روسیې ولسمشر، د بهرنیو چارو وزیر او په افغانستان کې د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي د افغانستان له سرپرست دولت سره د اړیکو پر ټینګښت ټینګار کړی، ویلي یې دي چې له اوسني افغان چارواکو سره د اړیکو ټینګول اړین دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .