AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۲ ۱۰:۴۹
Journalist ID: 5624
News ID: 85505000
T T
۰ Persons

Tags

له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په خاطر له طالبانو سره اړیکې ټینګوو

کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ویلي، روسیه له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره د مبارزې په خاطر له طالبانو سره اړیکې ټینګوي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا نن دوشنبې د غبرګولي د ۲۱ مه د سن پیټرزبورګ اقتصادي ناستې په څنډ کې تاس خبري آژانس ته ویلي: د ترهګرو له تور لېست څخه د طالبانو ایستل د هېواد د اړتیا پر اساس دي او اړتیا ده چې له طالبانو سره د ترهګرۍ او نشه يي توکو د قاچاق سره د مبارزې په موخه اړیکه ټینګه کړي.

هغې زیاته کړې، د ترهګرو ډلو له لست څخه د طالبانو د نوم د ایستلو د احتمال په اړه کار روان دی.

زاخارووا ټینګار وکړ هغه کسان چې په دې مسله کې انتقادي چلند لري دا حقیقت له پامه غورځوي چې د ترهګرۍ، نشه يي توکو قاچاق او سازمان شویو جرمونو پر وړاندې مبارزه له طالبانو سره تماس ته اړتیا لري.

د ایرنا د راپور له مخې تر دې مخکې د روسیې ولسمشر او د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې له افغانستان سره د اړیکو ټینګولو ته اړتیا ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .