AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱ ۱۲:۲۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85504122
T T
۰ Persons

Tags

د سن پیټرزبورګ اقتصادي غونډې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وايي، د سن پیټرزبورګ اقتصادي ناستې د افغانستان لپاره ډېرې لاس ته راوړنې درلودې.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست عبدالمنان عمري یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه مازیګر مهال له روسیې څخه د راتګ پر مهال ویلي، د سن پیټرزبورګ اقتصادي اوویشتمه ناسته د افغانستان لپاره له لاس ته راوڼو ډکه وه.

عمري زیاته کړه: په ټول کې الحمدلله سفر د افغانانو په ځانګړې توګه د هغو کسانو لپاره چې د کار په لټه کې دي او باید د کار زمینه ورته برابره شي، بریالی او مهم و.

د کار وزارت سرپرست وویل: په دې غونډه کې چارواکو ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به یو داسې میکانیزم جوړ کړي چې هېوادوال بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي او هلته کار وکړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست هم د خپلو خبرو په يوه برخه کې وويل: په دغه سفر کې يې د بېلابېلو هېوادونو له استازو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په اړه هم خبرې وکړې.
عمري وويل: له ټولو افغانانو مې هيله دا ده، چې که د کار او ټولنيزو چارو وزارت ورته په راتلونکي کې بهرنيو هېوادونو ته د تګ زمينه برابره کړي، بايد د افغانستان د ننه او بهر هېوادونو ټول قوانين او اصول په پام کې ونيسي.

د ایرنا د راپور له مخې؛ د افغانستان د سرپرست دولت د کار او ټولنيزو چارو سرپرست وزير تېره اوونۍ په دې غونډه کې د ګډون لپاره پيترزبورګ ته ولاړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .