AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱ ۱۲:۲۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85503981
T T
۰ Persons

Tags

د پنجشېر ولایت د کرنیز سیتم د مکانېزم کېدو او پرمختیا ته ژمن یو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال پنجشېر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي، د کرنې وزارت مرستیال: د پنجشېر ولایت د کرنیز سیتم د مکانېزم کېدو او پرمختیا ته ژمن یو.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن دوشنبې د غبرګولي ۲۱ مه پنجشېر ولایت ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مرستیال په مشرۍ د یوه پلاوي د ورتګ خبر ورکړی دی.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د پنجشېر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس قاري فضل الله دیوبند سره په کتنه کې د نوموړي د سفر موخه په دغه ولایت کې د خلکو د ستونزو، وړاندیزونو، نظریاتو، د پلانونو پلي کول او د کرنې د پراختیا په برخه کې خبرې اترې دي.

 د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال د پنجشیر د کرنې ریاست د کارونو د ستاینې پر مهال وویل، چې په روان کال کې به په دغه ولایت کې د یو لړ ګټورو کرنیزو پروګرامونو د تطبیق شاهدان واوسو.

مولوي عثماني په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په پنجشیر ولایت کې د کرنې د سیستم پراختیا او میکانیزم کېدو ته ژمن دی.

په دې کتنه کې د پنجشېر ولايت د کرنې رييس هم د کرنې مرستيال ته د خپل رياست د دندو او لاسته راوړنو راپور ورکړ او په دغه ولايت کې يې د کرنې د سيسټم پراختيا او ميکانيزم ته د لا زياتې پاملرنې غوښتنه وکړه.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .