AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۱ ۹:۳۱
Journalist ID: 5624
News ID: 85503932
T T
۰ Persons

Tags

بدخشان کې د ترافیکي پېښې له امله ۱۱ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کابل- ایرنا- د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر په دغه ولایت کې په یوه ترافیکي پېښه کې د ۱۱ تنو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر حکمت الله محمدي یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه ویلي: په دغه ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۴ تنو ژوند له لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

د محمدي په وینا دغه پېښه د شپې ۱۰ بجې د بدخشان ولایت د یفتل پایان ولسوالۍ د دهن آب سابات په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د بدخشان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د اطلاعاتو امر د دغه پېښې د رامنځ ته کېدو لامل له سړک څخه د لنډکروز موټر اوښتل بولي.

د هغه په وینا، یاد موټر له راغستان ولسوالۍ څخه د بدخشان مرکز فیض آباد په لور د حرکت په حال کې وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .