کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د عدلیې وزارت ویاند برکت الله رسولي نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: په دغه وزارت کې د ثبت شویو مرستندویه بنسټو له خوا د بغلان او تخار له سېلاب ځپلو سره تر ۵۶ میلیونه زیاتو افغانیو مرسته کړې ده.
رسولي زیاته کړې، د افغانستان اسلامي امارت په عدلیې وزارت کې ثبت شویو مرستندویه بنسټو د بغلان او تخار د سېلاب ځپلو سره ۵۶ میلیونه او ۷۲ زره افغانۍ مرسته کړې ده.
د عدلیې وزارت ویاند ویلي، د اسلامي امارت عدلیې وزارت له دې وړاندې ثبت شویو خیریه بنسټونو او ټولنو غوښتي وو چې د تخار او بغلان له سېلاب ځپلو سره مرسته وکړي.
د ایرنا د خبر له مخې په بغلان او تخار ولایتونو کې له دوو اونیو راهسې د سختو سېلابونو له امله څه د پاسه ۲۰۰ کسان مړه شوي او په زرګونو جریبه کرنیزه ځمکه او د استوګنې کورونه هم ویجاړ شوی دی.
د پیغام پای/
Your Comment