AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۶:۰۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85503326
T T
۰ Persons

Tags

د صهیونیستانو د داخلي اختلافات پراختیا/ د پوځ مشر د چړې پر څوکه

کابل- ایرنا رسنیو راپور ورکړی چې د صهیونیسټي رژیم د پوځ مشر په دې ورځو کې د خپلو ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې د پاتې راتلو له امله د خپل شاوخوا خلکو تر سختو نیوکو لاندې دی، نو ځکه په دغه مقام کې د هرتزي حلوي پاتې کېدل د هغه ناکامي ګڼل کیږي. . 

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره «عربي ۲۱» خبري شبکې نن یکشنبې د غبرګولي ۲۰ مه د هالیوي استعفا د صهیونیستانو تر منځ اختلافات زیات کړي تر عنوان لاندې زیاته کړې: په داسې حال کې چې نیواکګر پوځ د غزې په تراډه کې د فلسطینی ملت په خلاف سخته جګړه پيلوي، بله جګړه هم روانه ده، چې د بمباریو او بریدونو خبر نشته، خو د صهیونیسټي رژیم د پوځ د لوی درستیز هرتزي حلوي د راتلونکي په اړه خبر دی.

دغې رسنۍ ليکلي: د حلوي د ګوښه کېدو غوښتنې زياتې شوې او صهيونيستي کړۍ ادعا کوي چې د هغه بدلون به د صهيونېست رژيم د پوځ په بدن کې نوې وينه وخوځوي، صهیونیستي کړۍ هغه د میران د ۱۵مې او د غزې په جګړه کې د پرلپسې ماتې لامل ګڼي، نو له دې امله باید له پوځي مقام څخه لاس په سر شي.

د دغه راپور په اساس، د صهیونیستي رسنیو د پوځی چارو کارپوه«یوسی یوشواع» «یدیعوت احارنوت» څرګنده کړه: د ورځو په تېرېدو سره د پوځ د قوماندانانو او جګپوړو جنرالانو تر منځ د واټن ژوروالی نور هم څرګندېږی، په تېره بیا چې د لوی درستیز له کړنو قهر او غضب شتون لري او دا بهیر د وخت په تېریدو سره زیاتېږي.

هغه زیاته کړه: د بې باورۍ بحران خپل اوج ته رسېدلی دی، که څه هم د اسرائیلي رژیم ټولې سیاسي، امنیتي او پوځي سطحې د تیر کال د تلې د ۱۵ مې د ماتې پړه پر غاړه لري، خو د تېرې ورځې د برید سر د لوی درستیز او جنرالانو په لور دی.

دغه پوځي کارپوه په دوام کې وویل: د صهیونیستي رژیم په دفاع وزارت کې د حلوي ملګري په خپل مقام کې د هغه پاتې کېدل یوه ناکامي ګڼي، د دوی له نظره، د حلوي د لرې کولو یا استعفا د امکان نشتوالی به پوځ په شمال کې د بشپړې کچې جګړې په څنډه کې په یوه ناڅرګند حالت کې پریږدي چې له هغې څخه به د کړکېچ ماتول ناشونی وي تر څو چې هغه یو طرف نه وي.

دغه صهیونیستي شنونکي څرګنده کړه: حلوې کولی شي په داسې طریقه ووځي چې د هغه پاتې شهرت وساتي.

د صهیونیسټ رژیم د بشری منابعو پخواني مشر وویل : په حلوی اوسنی برید په زغره وال ګاډی کې په عسکرو د ډزو په شان دی، ځکه چې په هغه باندې برید داسې حد ته رسېدلی چې د جګړې په حال کې هغه د اسراییلو تر ټولو ناکامه مشر ګڼي.

هغه زیاته کړه: داسې ښکاري چې هره ورځ چې اسراییلیان له خوبه راویښیږي، باید د یوه سیاستوال او ژورنالیست له خوا د یو بل سپکوونکي دریځ شاهدان وي، یو وزیر په ښکاره په بل برید کوي، په کابینه کې جنجالونه راپورته شوي او کابینه په سرکس بدله شوې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .