AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۲۰ ۱۱:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85502920
T T
۱ Persons

Tags

مسکو: د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د روسیې اړیکې جدي مسئله نه ده

کابل- ایرنا- د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې له سپوتنیک سره په خبرو اترو کې څرګنده کړې، چې د افغانستان له اوسنیو چارواکو سره د روسیې اړیکې جدي مسئله نه ده او دا اړیکې په دې وروستیو کلونو کې ټینګې شوې دي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا د شنبې په شپه د غبرګولي ۱۹ مه له سپوتنیک خبري آژانس سره په مرکه کې له سرپرست حکومت سره د اړیکو ټینګول د امریکا او ناټو له خوا په افغانستان کې د رامنځ ته کړیو ستونزو حل وباله.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا هم وویل: اوس مهال له طالبانو سره د اړیکو پر ښه کولو کار روان دی، خو موږ دا ټول کلونه تماسونه ساتلي، زما مطلب دا دی چې له طالبانو سره دا زموږ لپاره کومه نوې خبره نه ده.
د ایرنا د خبر له مخې؛ تر دې مخکې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په ګډون روسي چارواکو د کابل او مسکو ترمنځ د اړیکو د پراخېدو خبر ورکړی وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .