که د معدني اوبو شرکتونه د شور ککړتیا ته پاملرنه ونه کړي، قانوني چلند به ورسره شوي

کابل- ایرنا- د کابل ښاروالۍ مسوولین د معدني اوبو شرکتونو له استازو سره په ناسته کې هغوی ته خبرداری ورکړی، چې د که د ټولنې صوتي یا غږیزې ککړتیا ته پاملرنه ونه کړي قانوني چلند به ورسره وشي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د کابل ښاروالۍ د کابل ښاروالۍ د روغتیا او چاپېریال ساتنې رئیس مولوي یاسر عمري نن د غبرګولي ۲۰ مه د معدني اوبو شرکتونو له استازو سره په کتنه کې د کابل ښار د شورماشور ککړتیا د اندېښنې وړ وبلله.

عمري له دغه شرکتونو وغوښتل، چې د خپلو تولیداتو د پلور لپاره نورې لارې چارې ولټوي او په لاډسپیکرونو کې د نارو وهلو ډډه وکړي.

د ایرنا د خبر له مخې د معدني اوبوشرکتونه هره ورځ خپل محصولات په ښار کې په ګرځنده لارو کې په کوڅو او لارو کې د لوډ سپیکرونو سره اعلانوي، په ورته وخت کې د کابل ښاریان په ټول ښار کې د منرل واټر شرکتونو د سپیکرونو له لوړ غږ شکایت کوي او له کابل ښاروالۍ غواړي چې په دې برخه کې جدي اقدام وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .