AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۱:۰۰
Journalist ID: 5624
News ID: 85501716
T T
۰ Persons

Tags

د سرپرست دولت د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته ولاړ

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۱:۰۰
News ID: 85501716
د سرپرست دولت د پوهنې سرپرست وزیر روسیې ته ولاړ

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت سرپرست د پوهنې وزیرانو په دویمه نړیواله ناسته کې د ګډون په موخه د روسیې کازان ته ولاړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د پوهنې وزارت مسوولینو نن شنبې د غبرګولي ۱۹ مه په یوه خبرپاڼه کې داعلان کړړی دی، چې د افغانستان د پوهنې وزارت سرپرست مولوي سید حبیب الله آغا د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د پوهنې وزیرانو په دویمه نړیواله ناسته کې چې ټاکل شوې د روسیې په کازان کې تر سره شي دغه هېواد ته تللی دی.

خبرپاڼه زیاتوي: په دې غونډه کې به د پوهنې وزارت سرپرست د دغه وزارت د لاسته راوړنو په اړه د غونډې ګډونوالو ته هر اړخیز معلومات وړاندې کړي او د افغانستان د پوهنې د فرصتونو او اسانتیاوو په اړه به خبرې وکړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه وزارت سرپرست به روسیې ته د خپل رسمي سفر په څنډه کې د پوهنې له یو شمېر وزیرانو سره په جلا جلا توګه وګوري او د افغانستان د پوهنې د نظام لاسته راوړنې او وضعیت به هغوی ته تشریح کړي.

د ایرنا د خبر له مخې په کازان کې د پوهنې د وزیرانو دوهمه نړیواله غونډه به څلور ورځې دوام وکړي او د ګډون کوونکو هېوادونو د ښوونې او روزنې د اسانتیاوو، پرمختګونو او ننګونو په هکله به خبرې اترې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .