AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۹ ۱۰:۵۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85501602
T T
۰ Persons

Tags

د دوحې د درېمې ناستې په اړه له اړونده اړخونو سره خبرې اترې روانې دي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس وايي، د افغانستان حکومت د دوحې د درېمې ناستې په اړه له بېلا بېلو اړخونو سره په خبرو اترو بوخت دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د بهرنیو چارو وزارت د درېیم سیاسي ریاست رییس داکر جلالي نن شنبې د غبرګولي ۱۹ د ایران د ناستې په اړه په خپله اېکس پاڼه لیکلي: ایراني دوستان دغه غونډه د «د سیمه ییزه اړیکو ډله» بولي، د روسیې استازي د «مسکو فارمټ د اړیکو ډله» یاده کړې، چین چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې یې د افغانستان لپاره «د نړیوالو اړیکو ډلې» سره مخالفت کړی و د تهران ناسته د مشورو لپاره یو ښه فرصت بللی دی او پاکستان ورته« سیمه ییزه مشورې» وايي.

هغه زیاته کړې، د افغانستان حکومت سره له دې چې دغه غونډې ته بلل شوی دی خو ګډون یې په کې ونه کړ او په ورته وخت کې تمه لري، هغه ناستې چې د افغانستان په اړه جوړېږي د نوي میکانیزمونو د جوړولو پر ځای باید د عادي او تاسیس شوي میکانیزمونو له لارې کار واخیستل شي.

د درېیم سیاسي ریاست رییس د دوحې د ناستې په اړه و ویل«د افغانستان حکومت د دوحې د درېیمې ناستې په اړه له اړونده اړخونو سره په خبرو اترو بوخت دی.»

د ایرنا د خبر له مخې د افغانستان په اړه د سیمې د تماس ډلې ناسته نن په تهران کې جوړېدونکې ده.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .