AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷ ۱۶:۴۵
Journalist ID: 5624
News ID: 85500679
T T
۰ Persons

Tags

د بنسټیزو پروژو پلي کول به افغانستان ځان بساینې ته ورسوي

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اقتصاد وزارت مسلکي معین پنجشېر ولایت ته د خپل سفر پر مهال ویلي، د اسلامي امارت نظام د بنسټیزو پروژو په پلي کولو سره هڅه کوي، چې هېواد په اقتصادي لحاظ پر ځان بسیا شي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د پنجشېر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه دغه ولایت ته د اقتصاد وزارت د مسلکي مرستیال ډاکتر عبدالطیف نظري او ورسره پلاوي د ورتګ خبر ورکړی دی.

د اقتصاد وزارت مرستیال د خپل سفر په ترڅ کې د پنجشېر له والي حافظ محمد اغا حکیم او د دغه ولایت د انجوګانو او رهبرۍ کمېټې د همغږۍ په غونډه کې د دغه ولایت له مرستیال ملا شاه ملنګ روح الله سره وکتل.

په دې کتنه کې د پنجشير ولايت والي د اقتصاد له مرستيال څخه وغوښتل چې د ساختماني پروژو په برابرولو کې دې پنجشير ته لومړيتوب ورکړي.

په ورته وخت کې د اقتصاد وزارت مرستیال هم وايي، د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي، چې د هېواد د صنعت او کورنیو تولیداتو د تولید سیستم د هر ولایت په کچه د خپلو علمي او اقتصادي حل لارو له مخې پراختیا ومومي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .