قزاقتسان له افغانستان سره د خپلې سوداګرۍ کچه له یو میلیارد څخه درې میلیاردو ته پورته کوي

کابل- ایرنا- سرچینو د قراقستان د چارواکو له قوله خبر ورکړی دی، چې دغه هېواد هڅه کوي له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه له یو میلیارد ډالرو څخه درې میلیارد ډالرو ته پورته کړي.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال سرک ژومانګارین نن پنشنبې د غبرګولي ویلي، هېواد یې غواړي چې د ترکمنستان له لارې د یوې بدیلې لارې په جوړولو سره له افغانستان سره د سوداګرۍ کچه لوړه کړي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي، چې څو ورځې وړاندې د قزاقستان ولسمشر اسلامي امارت د هغه ډلو له نوملړه وویست چې په قزاقستان کې یې فعالیتونه بند دي.

د ایرنا د خبر له مخې په هېواد کې د سرپرست دولت له حاکمیت وروسته، د افغانستان او قزاقستان تر منځ د اړیکو نوی څپرکی پیل شوی او یوه میاشت وړاندې کابل د افغان -قزاق د ګډ نندارتون کوربه وو.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .