AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۷ ۱۲:۰۶
Journalist ID: 5624
News ID: 85500345
T T
۰ Persons

Tags

په کابل کې درې تنه له پوځي مهماتو او الوتکو پرزو سره يوځاى ونيول شول

کابل- ایرنا- د افغانستان د ملي دفاع وزارت په کابل کې د ملي دفاع وزارت د څارګرې ادارې له خوا د یو میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت له پوځي مهماتو او الوتکو د پرزو سره د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکړ.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره ؛ د افغانستان د سرپرست دولت د ملي دفاع وزارت نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه اعلان وکړ چې د ملي دفاع وزارت د کشف او استخباراتو پر وړاندې د مبارزې ریاست منسوبینو د یو لړ تحقیقاتي او عملیاتي راپورونو په ترڅ کې درې تنه د کابل ښار له مربوطاتو څخه د ۱۲۸ ډوله طیارو د پرزو، ۸ قلمه تنفغچه ۲۵ راډیویي دستګاوې، ۴ د پوډرو بکسونه او نور ډول ډول مهماتو سره نیولي دي.

د ملي دفاع وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ترلاسه شوي مهمات او تجهيزات څه باندې يو ميليون امريکايي ډالره ارزښت لري، چې د څلورويشتو ساعتونو په اوږدو کې د اسلامي اردو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

د ملي دفاع وزارت وياند زياته کړې: نيول شوي کسان د نورو څېړنو او پايلو په خاطر عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .