اسلامي امارت د یوه مسوول دولت په توګه د افغان ولس په خدمت کې دی

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال د علماو او شیعه ګانو له یوې ډلې سره په کتنه کې وویل چې افغانستان د ټولو طبقو د خلکو ګډ کور دی او اسلامي امارت د افغان ملت په خدمت کې یو مسؤل حکومت دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن پنشنبې د غبرګولي ۱۷ مه د شعیه عملاوو او مخورو له یوې ډلې سره د افغانستان د سرپرست دولت د اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د لیدنې خبر ورکړی دی.

په لیدنه کې شیعه علماوو په هېواد کې د امنیت له تامین څخه د خوښۍ څرګندولو سره وویل: موږ به تر خپله وسه هڅه وکړو چې له چارواکو سره همکاري وکړو او د اسلامي امارت د پیاوړتیا لپاره به هر څومره چې ممکنه وي کار وکړو.

شیعه علماو او مخورو زیاته کړه، د اسلامي امارت لاسته راوړنې او کارونه چې د هېواد د آبادۍ په هدف ترسره شوي د افغانستان ټولو خلکو ته څرګند دي او دغو کارونو ټول ولس د روښانه راتلونکې لپاره هیله مند کړی دی.

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، دوی ټولنیزو او فرهنګي چارو، د کوچنیو او لویو انکشافي پروژو پلي کېدو او په هېواد کې اقتصادي پرمختګ اود هېواد بېلابېل ولايتونه کې د ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او د سړکونو جوړېدو ته د اسلامي امارت د جدي پاملرنې غوښتنه وکړه.

مولوي عبدالسلام حنفي هم وويل چې افغانستان د ټولو طبقو د خلکو ګډ کور دى او اسلامي امارت د يوه مسوول دولت په توګه د افغان ملت په خدمت کې دى.

حنفي څرګنده کړه چې د دې هېواد پرمختګ او ابادي د ټولو هېوادوالو په همکارۍ او هلو ځلو ممکنه ده، نو پکار ده چې د افغانستان ټول خلک په ګډه د ځمکنۍ بشپړتيا او نظام د دفاع او د هېواد د پرمختګ په لاره کې ونډه واخلي. 

مولوي عبدالسلام حنفي د خپلو خبرو په پای کې و ویل، چې اسلامي امارت به د په دغه برخه کې خپلې هڅې وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .