د ایرنا عمومي رییس پوښتنو ته د پوتین ځوابونه، له ایران سره له اړیکو بیا د حکامو شورا د پرېکړې تر غبرګون نه

کابل- ایرنا- د روسیې ولسمشر په سن پټرزبورګ کې د نړیوالو رسنیو د مدیرانو سره په یوه ناسته کې د ایرنا د عمومي رییس د پوښتنو په ځواب کې و ویل: چې شهید رییسي د تهران او مسکو د اړیکو پراختیا کې مهم رول درلود او کومې لاس ته راوڼې چې د هغغه د ولسمشرۍ په دوره کې تر لاسه شوې همداسې به تعقیب او وستال شي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د روسیې ولسمشر ولادیمیرپوتین د سن پټرزبورګ نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې د داخلي او بهرنیو رسنیو له رییسانو سره په ناسته کې د ایرنا خبري آژانس د عمومي رییس علي نادري پوښتنو ته هم ځوابونه ورکړل او له هغه سره یې ناسته وکړه.

ښاغلي نادري په دغه ناسته کې د روسیې ولسمشر ته په خطاب کې و ویل: زموږ ملت په دې وخت د ولسمشر، بهرنیو چارو وزیر او نورو ملګرو له لاسه ورکولو له امله غمنجن دی، تاسو د ډاډګیرنې په پیغام کې د شهید رییسي د دولت د سیاست سره سم د اړیکو لوړتیا ته اشارې کړې او دا هغه سیاست دی، چې د ایران د اسلامي انقلاب ستر مشر ته هم د منلو دی او لکه څنګه چې تاسو د دوه اړخیزو او سیمه ییزو اړیکو د ستراتیژیک کچې په پراختیا کې د شهید رییسي رول ته اشاره وکړه.

نادري بیا پوتین ته وویل: ستاسو حکومت له ایران سره د ستراتیژیکو اړیکو د کچې د لوړولو لپاره کوم پلانونه او اقدامات کړي دي او تاسو د تهران او مسکو د اړیکو امکانات څنګه وینئ؟

نادری سپس خطاب به پوتین گفت: دولت شما برای ارتقای سطح روابط با ایران به سطح راهبردی چه برنامه و اقداماتی انجام داده است و چشم انداز روابط تهران-مسکو را چگونه می‌بینید؟

د ځینو ایراني صنایعو د پراختیا کچې ته حیران وم

د روسیې ولسمشر د نادري د پوښتنې په ځواب کې و ویل: د روسیې او ایران تر منځ اړیکې په ښه توګه د پراختیا په حال کې دي، په داسې حال کې چې په ځانګړې توګه دواړه هېوادونه تر یو لړ مختلفو بندیزو او شرایطو لاندې دي.

زه په دې وروستیو کې د ایران د ځینو تولیدي صنایعو له پراختیا حیران شوم، دا زما لپاره تعجب وړ وه چې څه ډول زموږ ایراني دوستانو وکولی شول د څو کلونو بندیزونو په شراطو کې په لوړ کچه خپل پرمختګونه وساتي، البته نه په ټولو بلکې په ځینو برخو کې واقعآ د حیرانتیا وړ دي.

له تهران سره دوه اړخیزه اړیکو ته پراختیا ورکوو

پوتین د روسیې او ایران هراړخیزې همکارۍ پروګرام ته په اشارې سره د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادی اړیکو پراختیا وبلله او ویې ویل: په ټولیز ډول غواړو د پرمختللو ټیکنالوژیو د پراختیا په برخه کې لا زیاتې هڅې وکړو.،د دې محدودیتونو په پام کې نیولو سره، دا کار کول اسانه نه دي، مګر دا ممکنه ده او موږ به یې خامخا ترسره کړو.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: د ولسمشر په اړه چې په یوه غمجنه پیښه کې مړ شو، باید ووایم چې موږ له هغه سره ډېرې معتبرې، ښې او سوداګریزې اړیکې درلودې، هغه یو ډېر په زړه پوری سړی، یو جدي سیاستوال او یو باوري ملګری و، هغه د شیانو سره په یو څه طنز سره معامله وکړه. دا تل په زړه پورې وه چې له هغه سره اړیکه ونیسو. په زړه پورې او ګټور دواړه، ځکه چې زه تکراروم، که موږ د هغه سره په یو څه موافقه وکړه، موږ ډاډه وو چې د بحث لاندې موضوع به هېره نه شي، که څه هم دا په دې مانا نه ده چې هر څه به حتما حل شي، ځکه چې یوازې چارواکي د یوې مشخصې موضوع په تصمیم نیولو کې رول نه لري.

ایران د څو قطبي نړۍ په رامنځ ته کیدو کې ډیر مهم رول لوبوي

پوتین د خپلې وینا په یوه بله برخه کې وویل: ایران د رییسي د ولسمشرۍ په دوره کې د شانګهای د همکاریو د سازمان او برکس غړی شو، دا ښیي چې موږ په ګډه په یو ټاکلي لوري حرکت کوو، په ځانګړې توګه د څو قطبي نړۍ په لور حرکت کول؛ ایران په دې برخه کې خورا مهم رول لوبولی او ادامه لري.

د ایران او روسیې اړیکې د متقابلو ګټو سره سمې دي

د روسیې ولسمشر څرګنده کړه: موږ هیله من یو چې د روسیې او ایران په اړیکو کې د ولسمشر رییسی له خوا رامنځته شوي ټول اقدامات به دوام ولري، زه په دې کې هېڅ شک نه لرم، ځکه چې موږ هر څه کوو د دوه اړخیزو ګټو لپاره یې کوو.

د ایران مشرتابه له روسیې سره د اړیکو پراختیا ته په درنه سترګه ګوري

پوتین همداراز وویل: موږ د ایران د حکومت له ثبات او په ایران کې د حکومت د لوړې کچې له بدلونونو سره د مقابلې له څرنګوالي خبر یو، موږ پوهېږو چې نه یوازې ولسمشر، بلکې د ایران د انقلاب معظم رهبر هم د ایران او روسیې د اړیکو د پراختیا په اړه فکر او د دې لپاره سخت کار کوي.

پوتین زیاته کړه: موږ د ایران د ولسمشرۍ ټاکنو ته انتظار یو او هیله لرو چې د ایران له نوي ولسمشر سره ووینو.

په نړیوالو سازمانونو کې د روسیې او ایران د همکاریو دوام

د روسیې ولسمشر په دوام و ویل: ډاډه یم چې موږ به په نړیوالو ناستو لکه د شانګهای او برېکس ناسو کې ګډه ژبه پیدا کړو او د مرحوم ولسمشر رییسي له خوا د جوړو شویو پلانونو د پلي کېدو لپاره به هڅې وکړو.

دویم سوال؛ د نړۍ راتلونکې څنګه وینۍ؟

د ایرنا عمومي رییس په دویمه پوښتنه کې د روسیې ولسمشر ته په خطاب کې و ویل: تاسو په خپلو خبرو کې بندیزونو او دغه راز په شانګهای او برېکس کې مو د ایران غړیتوب او دا چې ایران د څو قطبي نړۍ په رامنځ ته کیدو کې ډیر مهم رول لوبوي اشاره درلوده، د نړۍ راتلونکې څنګه وینۍ؟ د نړۍ د خپلواکو هېوادونو د ارادې له مخې به یو طرفه نظام بیا هم پر نړۍ حاکم وي او که نه؟

امریکایان باید پر خپل لید له سره کتنه وکړي

د روسیې ولسمشر د ایرنا د عمومي رییس د دویمې پوښتنې په ځواب کې و ویل: موږ تل په دې اړه خبرې کړې دي چې امریکایان باید پر خپل لید له سره کتنه وکړي، داسې نه شي کېدای چې په نننۍ نړۍ کې یو هېواد د لوېدیځ تر بیرغ لاندې د لوېدیځوالو غلام وي.

ایران یو ځواکمن هېواد دی

پوتین دوام ورکړ: ایران او روسیه او نور نوي راټوکېدونکي هېوادونه دي او دا همغه موضوع ده، چې اورپايي سیاستوال ترې په وېره کې دي.

هغه و ویل: کوچیني اورپايي هېوادونه نه غواړي دغه موضوع درک کړي چې په هغې کې د نړۍ ګټه وي، ډېرې ښې پېښې د رامنځ ته کېدو په حال کې دي، هند او چین د نفوسو او نورو پرمختیایي شاخصونو له مخې اغیزمن هیوادونه دي، ټول آسیايي هېوادونه لکه بنګله دېش، پاکستان، اندونیزیا او ... نور بالقوه په اقتصادي حوزه کې د زیات ځواک لرونکي دي او نفوس یې هم ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دی.

د روسیې ولسمشر زیاته کړه: دغه هطوادونه د نړۍ یوه لویه برخه او د نړۍ د خوراکی او انرژی یوه زیاته اندازه زیرمې لري، نو له همدې امله باید د ایران په شان ځواکمنو هېوادونو سره اقتصادی ملګرتیاوې جوړې شی.

د لوېدیځ د انحصار دوره پای ته ورسېده

پوتین په دې باندې په ټینګار سره چې لوېدیځ باید د نورو غیر لوېدیځو هېوادونو په اړه خپله تګلاره بدله کړي وویل: د نړۍ په اقتصاد باندې د لوېدیځ د انحصار دوره پای ته رسېدلې ده، خو موږ باید د تنوع په اړه فکر وکړو او ټولو هېوادونو ته وګورو.

د روسيې ولسمشر په نورو هېوادونو باندې د امريکا لخوا زياتو پوځي لګښتونو ته په اشارې سره وويل: هغوی په منظمه توګه هېوادونه وېروي، خپل پوځي لګښتونه زياتوي او پيسې وېشي او د يو شمېر هېوادونو د تېلو ګټې لوټي.

هغه زیاته کړه: د سیمې او نړۍ پوځي کول ښه کار نه دی او امریکا باید پر خپلو سیاستونو له سره غور وکړي، دوی فکر کوي چې دوی یوازې د وسلو په پلورلو سره نړۍ کنټرولولی شي.

پوتين وويل: اداري فساد لوېديځ ځپلى دى، البته زه نه غواړم چې په هېڅ هېواد کې د فساد تور ونه لګوم، ځکه که د امريکا د متحده ايالاتو په اړه خبرې وکړو، بايد ډېرې مسئلې راپورته کړو.

هغه څرګنده کړه: په اوسنیو حالاتو کې د یو شمېر امپریالیستانو او هغو هېوادونو ملاتړ ته دوام ورکول چې د هغوی سیاستونه تعقیبوي ښه وړاندیز نه دی او زه فکر کوم چې په دې هکله باید عمومی کتنه ترسره شي.

د روسیې ولسمشر وویل: امریکایان باید په خپلو سیاستونو له سره غور وکړي په تېره بیا د نړۍ عامه افکار حساس او هوښیار دي.

هغه په دوام کې وویل: زما نظر دا دی چې موږ باید د امریکا د انحصاري سیاستونو په بدل کې پیسې ورنه کړو او له همدې امله موږ د یوې داسې نړۍ په هکله خبرې کوو چې د هېوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ ډګر وي.

پوتین وویل: هغه څه چې موږ ټول ورته اړتیا لرو هغه دا دي چې له یو بل سره لا زیات تفاهم ولرو، له یو بل سره خبرې وکړو او په اړیکو کې نوي معیارونه رامنځ ته کړو او په همدې حال کې هېوادونه باید ځان غوښتنه یوې خواته کړي او وګورو چې څنګه یو له بل سره موافقه کولای شو.

هغه ټینګار وکړ: نړۍ بدله شوې ده؛ نړۍ د همکارۍ نړۍ ده او ګټور شیان ترسره کېدی شي.

دریمه پوښتنه؛ د ایټمي انرژۍ د ادارې د حکامو شورا د ایران ضد پریکړه لیک په اړه د روسیې دریځ څه دی؟


د ایرنا عمومي مشر د خپلې وروستۍ پوښتنې په ځواب کې د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په بورډ کې د ایران د سوله ایز اټومي پروګرام په خلاف د پریکړه لیک تصویب ته اشاره وکړه ویې ویل: سره له دې چې ایران د نړیوالو تړونونو په چوکاټ کې په خپلو ژمنو عمل کوي خو دغه پریکړه لیک صادر شو.

نادري همداراز له پوتین څخه وپوښتل: د دې په پام کې نیولو سره چې دغه پریکړه لیک د یوه هېواد پر وړاندې د یوه مسلکي او حقوقي سازمان د فشار د وسیلې په توګه د کار اخیستلو هڅه ګڼل کېږي، په دې اړه ستاسو دریځ څه دی؟

د روسیې ولسمشر: ایران له خپلو ژمنو سرغړونه نه ده کړې
د روسیې ولسمشر په ځواب کې وویل: زموږ په نظر ایران د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په وړاندې په خپلو ژمنو پوره پابند دی او هغه یې پوره کړې او هېڅ سرغړونه یې نه ده کړې.

هغه د ټرمپ د ولسمشرۍ په دوره کې له اټومي موافقې څخه د امریکا وتلو ته په اشارې سره وویل: امریکا په یو اړخیزه توګه له اټومي موافقې څخه ووتله او له بلې خوا په زړه پورې خبره دا ده چې اروپایانو ایران ته وویل چې ته په یو اړخیزه توګه په خپلو ژمنو ودریږه، دا مسخره ده.

پوتین په دوام وویل: د روسیې دریځ دا دی چې دواړه لوري تړون ته غاړه کېږدي او له یو بل څخه د اضافي ژمنو غوښتنه نه ونه کړي، موږ له ایراني چارواکو وغوښتل چې هوښیار واوسي او تړون ته غاړه کېږدي، خو ما تل له ځانه سره فکر کاوه چې دا تړون څنګه پرمختللی شي؟

هغه څرګنده کړه: نوې کړنلاره باید ولټول شي دا چې یو حکومت تړون لاسلیکوي او بل حکومت یې ماتوي، دا تړون نه دی!

د روسیې ولسمشر وویل: موږ په اوکراین کې هم د دې مسئلې شاهدان یو، د امریکا او لوېدیځ دوه ګونی سیاستونه تعقیبوي.

پوتین د خپلې وینا په بله برخه کې وویل: ایران د تړون په چوکاټ کې پر خپلو ټولو ژمنو عمل کړی او نه یې سرغړونه کړې ده، ایران د اټومي انرژۍ د کارولو مشروع حق لري او لوېدیځ باید دا مسله ومني.

هغه په دوام کې وویل: که لوېدیځ دغه بهیر ته دوام ورکړي، نو ښایي ایران به نور خپل ځینې مکلفیتونه پوره نه کړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .