د ځینو ګاونډیو هېوادونو افراطیت او اسلام ډارونې د دوی ځوانان له ورانکارو ډلو سره وتړل

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت اداري مرستیال وايي، د ځینو ګاونډیو هېوادونو افراطیت او اسلام ډارونې د دوی ځوانان له ورانکارو ډلو سره وتړل.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره: د افغانستان د سرپرست دولت ارګ نن چهارشنبې د غبرګولي ۱۶ مه په یوه خبرپاڼه کې د سرپرست دولت اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د کابل پوهنتون کې د محصلینو سره ولیدل او د هغوی د هڅونې مراسمو کې یې وینا وکړه.

حنفي په دغه مراسمو کې و ویل: که خپله عالم او متفي ونه لرو اړیو چې له یوه بل اسلامي هېواد څخه مفتي او عالم راولو، که ډاکتر ونه لرو لکه نن چې له همدې ستونزې سره لاس او ګیروان یو، اړیو چې خپل ناروغان د درملنې لپاره له هېواده بهر ولېږو، او که پوه انجینر ونه لرو اړیکو چې له نورو مرسته وغواړو.

هغه محصلینو ته په خطاب کې زیاته کړه: دا هېواد په تاسو پورې تړلی دی، که غواړ چې زموږ ګران هېواد د یوه خپلواک او آزاد اسلامي هېواد په توګه د ټولو هېوادونو سیال شي، که غواړو چې هېواد مو آباد شی او پرمختګ وکړي نو ستاسو په شان محصلینو ته اړتیا لرو.

د سرپرست دولت اداري مرستيال څرګنده کړه: نن ورځ د ښوونځي، مدرسې او پوهنتون تر منځ توپير نشته او هېڅوک حق نه لري چې تر منځ یې واټن رامنځته کړي، ټول بايد د هېواد د بچيانو د تعليم او تربيې لپاره تر يو چت لاندې کار وکړي او د وروڼو په توګه د افغانستان پرمختګ او آبادۍ ته مخه کړي.

نوموړي دې ته په اشارې سره چې له ښوونځيو څخه بايد وېره نه وي، څرګنده کړه: په ښوونځيو کې د اسلامي علومو او تخنيکونو تر څنګ زده کوونکو ته د اسلامي آداب، رښتينولۍ، د ټولو انسانانو درناوى، د نورو د حقونو درناوى، له دروغو څخه ډډه کول، سپکاوی نه کول، او د نشه يي توکو څخه ډډه کول ښوودل کېږي، او دا هغه شیان ندي چې هرڅوک باید ویره ولري.

حنفي وويل: د ځينو ګاونډيو هېوادونو د افراطيت او اسلام ډارونې له امله د هغوى ځوانان له ورانکارو ډلو سره يو ځاى شوي او د هغوى کړنې د نورو د ځورونې لامل کېږي، اسلامي امارت له ټولو ګاونډیانو، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ښې اړیکې غواړي او نه غواړي چې د هېڅ هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د سرپرست دولت اداري مرستیال ټینګار وکړ چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد د امنیت پر ضد نه کارول کېږي او له نورو هېوادونو هم هیله کوي چې له اسلامي امارت سره د متقابل درناوي پر اساس چلند وکړي او په کورنیو چارو کې یې لاسوهنه ونه کړي.

مولوي حنفي د ترهګرو ډلو له لست څخه د دولت د مشرانو د ایستلو په اړه د قزاقستان د ولسمشر قاسم جومرات توکایف له خوا صادرې شوې اعلامیې ته په اشارې سره وویل: د قزاقستان حکومت د افغانستان د اسلامي امارت په اړه سمه پریکړه کړې ده او موږ له نورو هېوادونو څخه غواړو چې دا ډول عمل وکړي او د ښو او دوستانه اړیکو د ټینګولو هڅه وکړي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .