تړون باید د تل پاتې اوربند او له غزې د اشغالګرو د وتلو لرونکی وي/ د اسرائیلو دریځ د بایډن له خبرو سره یو شان نه دی

کابل- ایرنا- د حماس سیاسي ډلې یو له مشرانو څخه وايي، دوی له هغه تړون سره چې په کې تل پاتی اوربند، د غزې له تراډې د اشغالګرانو د وتلو او د بندیانو تبادله په کې نه وي موافق نه دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د حماس غورځنګ یوه مشر اسامه حمدان سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه بیروت کې د یوې خبري ناستې پر مهال ویلي، هغه وړاندیز یې چې د منځګړو له لوري تر لاسه کړی، قطري وروڼو ته یې خبر ورکړی او همغه مهال مې خپل موافقت ورسره اعلان کړ.

حمدان څرګنده کړې، موږ د می په ۵ مه د منځګړیو وړاندیز ترلاسه کړ او د می په ۶ مو ورسره موافقه وکړه، خو اسراییلو ځواب نه دی ورکړی.

هغه په دې خبرې سره چې د اسرائيلو څرګندونې د دايمي اوربند د ټينګښت او له غزې څخه د بشپړ وتلو ډاډ نه ورکوي، څرګنده کړه: دا د امريکا د ولسمشر له څرګندونو سره سمون نه لري.

د حماس د غورځنګ دغه غړي په دې خبرې سره چې نیواکګر یوازې یو پړاو غواړي چې په هغه کې خپل بندیان بیرته واخلي او بیا جګړه پیل کړي، ټینګار وکړ: اشغالګر به د خپلو بندیانو رنګ ونه ویني، پرته لدې چې د عادلانه تبادلې تړون پراساس چې زموږ بندیان خوشې شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .