AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵ ۱۷:۲۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85498823
T T
۰ Persons

Tags

اسلامي امارت د علمي او مسلکي کارکوونکو ملاتړ او هڅوونکی دی

کابل- ایرنا د افغانستان د سرپرست دولت د انرژۍ او اوبو وزارت سرپرست وايي، اسلامي امارت د علمي او مسلکي کارکوونکو ملاتړ او هڅوونکی دی.

 کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د انرژۍ او اوبو وزارت چارواکو نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د ننګرهار پوهنتون له استادانو سره په کابل کې وکتل.

په دې ناسته کې د ننګرهار پوهنتون استادانو د «په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ او اقتصادي اصلاحاتو» تر سرلیک لاندې خپله پروژه د اوبو او انرژۍ له سرپرست وزیر سره شریکه کړه.

د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست له هغوی وغوښتل چې خپل پلان د وزارت له تخنیکي مسوولینو سره شریک کړي، څو په هر اړخیزه او تخنیکي توګه وڅېړل شي.

ښاغلي منصور وویل: اوسمهال د هېواد د پرمختګ او آبادۍ په برخه کې هر اړخیز چمتوالی لري او د افغانستان اسلامي امارت به په دې برخه کې د هېواد له علمي او مسلکي کدرونو ملاتړ وکړي.

هغه ټینګار وکړ: د هیواد د آبادۍ او پرمختګ په لاره کې د صادقانه خدمتونو وړاندې کول یو ملي مسوولیت دی چې هر څوک یې باید په کې ونډه ولري.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .