AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵ ۱۴:۲۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85498789
T T
۰ Persons

Tags

افغانستان د کرکټ په نړیوال جام کې لوبې په بریا سره پیل کړې

کابل- ایرنا- د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د کرکټ ۲۰۲۴ نړیوال شل اوریزه جام سیالیو کې یوګانډا ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماته ورکړه.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره، افغان ملي لوبډلې نن سه شنبې د غبرګولي ۱۵ مه د یاد نړیوال جام په خپله لومړنۍ لوبه کې وکولی شول، چې د خپلو ۱۸۴ منډو هدف څخه دفاع وکړي او  د یوګانډا ټیم ته د ۱۲۵ منډو په توپیر ماته ورکړي.

په دغه لوبه کې فضل الحق فاروقي ۵ ویکټې، نوین الحق او راشد خان دوه دوه ویکټې او مجیب الرحمن یوه ویکټه تر لاسه کړه، چې د لوبې غوره لوبغاړی هم فضل الحق فاروقي شو.

په توپ وهنه کې بیا رحمن الله ګربز ۷۶ او ابراهیم ځدراڼ ۷۰ منډې د افغانستان په ګټه وکړې.
د یادونې ده، چې په دغه نړیوال جام کې افغانستان په سي ګروپ کې له پاپانیوګیني، نیوزیلنډ او ویسټ انډیز سره لوبې لري.

د افغانستان دویمه لوبه به راتلونکې جمعه د غبرګولي ۱۸ مه چې د جون ۷ کېږي له پاپانیوګیني سره تر سره شي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .