AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵ ۹:۳۸
Journalist ID: 5624
News ID: 85498566
T T
۰ Persons

Tags

د خبریالانو ستونزو ته د رسېدو ریاست رامنځ ته شو

AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵ ۹:۳۸
News ID: 85498566
د خبریالانو ستونزو ته د رسېدو ریاست رامنځ ته شو

کابل- ایرنا- د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خبریالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه په دغه وزارت کې د یوه ریاست د رامنځ ته کولو خبر ورکړی دی.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ د افغانستان د سرپرست دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معین حیات الله مهاجر فراهي دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه ویلي: د خبریالانو د ستونزو د حل په ځانګړې توګه اطلاعاتو ته د لاس رسیي حق لپاره په دغه وزارت کې یو ځانګړی ریاست رامنځ ته شوی دی.

مهاجر زياته کړه: موږ هڅه کوو چې ملي او نړيوالو خبريالانو او رسنيو ته په خپل وخت معلومات وړاندې کړو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه چارواکي څرګنده کړه: اطلاعاتو ته دلاسرسي رياست په مرکز کابل کې فعال شوى او دنده يې په وزارتونو، خپلواکو رياستونو او ولايتونو کې دسيمينارونو جوړول دي.

د ایرنا د راپور له مخې، دا ریاست په داسې حال کې جوړ شوی چې افغان خبریالان تل معلوماتو ته د نه لاسرسي شکایت کوي.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .