AP ۱۴۰۳ غبرگولی ۱۵ ۹:۳۷
Journalist ID: 5624
News ID: 85498554
T T
۰ Persons

Tags

اسرائیلو د طوفان الاقصی عملیاتو له پیل راهیسې ۹ زره فلسطینیان له باختري تراډې نیولي

کابل- ایرنا- د بندیانو اړوند دوه فلسطیني بنسټونو اعلان کړی دی، چې د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل نه تر اوسه پورې له ۹ زره زیات فلسطینیان د باختري تراډې او قدس څخه صهیونیستي رژیم نیولي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې؛ د اسراييلو د چارو ادارې او د فلسطيني زندانيانو بنسټ دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه په يوه ګډه اعلاميه کې ویلي، د می له ۱۵مې نېټې راهيسې د اسرائيلي ځواکونو له خوا د ۳۰۰ ښځو او ۶۳۵ ماشومدانو په ګډون څه باندې ۹ زره فلسطينيان د باختري تراډې او قدس څخه نيول شوي دي. 

خبرپاڼه کې راغلي، د اسرائیلو د غاصب رژیم پوځیان په داسې حال کې په لوېدیځه غاړه کې په بې ساري شدت سره د فلسطینیانو نیولو ته دوام ورکوي چې په غزه کې د نسل وژنې جنایتونه دوام لري.

د فلسطین د بندیانو د چارو په اړوند د دغو دوو بنسټونو په ګډه بیانیه کې ویل شوي: د اسرائیلو پوځیانو د یکشنبې له ماښام څخه تر دوشنبې سهار پورې په باختري لوېدیځه څنډه کې څه د پاسه شل تنه فلسطینیان چې د دغه نیواکګر رژیم په زندانونو کې یې د پخوانیو بندیانو په شمول ژوندي کړی دی نیولي دي.

دغه بیانیه له غزې څخه د لسګونو فلسطینی کارکونکو او د زرګونو کسانو نیول کیدو ته اشاره ګړه ویې ویل: د بندیانو بنسټ او د فلسطین د بندیانو د چارو اداره نه دي توانېدلي چې د صهیونیسټی پوځیانو له خوا د نیول شویو فلسطینیانو شمېر او هویت په دقیقه توګه مشخص کړی. 

د بندیانو بنست او د فلسطین د بندیانو د چارو ادارې په خپله ګډه بیانیه کې وویل د صهیونیست رژیم په زندانونو کې له ۱۵ تنو څخه لږ تر لږه ۱۸ تنه بندیان چې هویت یې څرګند شوی دی شهیدان شوی او اسرائیل په خپلو کې د ۱۶ شهیدانو جسدونه په واک کې لري.

دغه سازمان زیاته کړه چې په لوېدیځه غاړه او بیت المقدس کې د صهیونیست رژیم له خوا په نیول شویو فلسطینیانو کې ۳۰۰ ښځې، ۶۳۵ کم عمره ماشومان او ۸۰ خبریالان شامل دي.

د دې بیانیې په دوام راغلي دي: د تلې له ۱۵ مې د محاصرې د عملیاتو له پیل وروسته صهیونیسټ رژیم په لوېدیځه غاړه او بیت المقدس کې د ماشومانو او ښځو په ګډون د څه د پاسه ۵۹۰۰ فلسطینیانو د نیولو حکم صادر کړ. 

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .