افغانان: د نړۍ د مظلومو ولسونو چیغې د امام خمیني (رح) په خوږ غږ کې دوام لري

کابل- ایرنا- په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارکوونکي وايي، د نړۍ د مظلومو ولسونو چیغې د امام خمیني (رح) په خوږ غږ کې دوام لري.

کابل کې د ایرنا خبري آژانس د خبریال په خبره؛ نن دوشنبې د غبرګولي ۱۴ مه د ایران اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت آیت الله امام خمیني (ره) د پنځه دېرشم تلین سره سمه ده.

په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو کارکوونکو د امام خمیني د انځورونو په خپرولو سره وايي، د نړۍ د مظلومو ولسونو چیغې د امام خمیني (رح) په خوږ غږ کې دوام لري.

عالم رسا په خپله فسبوک پاڼه د امام خمیني (ره) څو انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: امام خمیني (ره) د بشریت لپاره یو لوی الهي نعمت و چې خدای پاک انسانانو ته ورکړی او هر څوک باید د دې ستر نعمت شکر ادا کړي، برکت د امام (ره) او شهیدانو روح دې ښاد او یاد دې تلپاتې وي.

یو بل کارونکي آصف فروغ هم لیکلي دي: امام خمیني (ره) د جادوګرۍ په زمانه کې د خالص محمدي اسلام راژوندی کوونکی وو.

د ټولنیزو شبکو یوه بل کارونکي زین العابدین سادات په خپله فیسبوک پاڼه کې د امام خمیني (رح) انځورونه خپاره کړي او لیکلي یې دي: د نړۍ د مظلومانو د ستر رهبر او اسلامي انقلاب د بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د ۳۵مې کلیزې په مناسبت تسلیت وړاندې کوم. 

سادات معصومي هم لیکلي دي:  ستا پر روح دې سلام وي، د نړۍ د مظلومو ولسونو چیغې د امام خمیني (رح) په خوږ غږ کې دوام لري، د غبرګولي څوارلسمه چې د امام خمیني د وفات ورځ ده، تسلیت دې وي.

یو بل کارونکي علي صداقت خپله ټولنیزه شبکه د امام خمیني په عکس سینګار کړې او لیکلي یې دي: زموږ یووالی کم دی، چې امریکا یو زبرځواک بولو نه خدای، د امام خمیني (ره) د وفات د کلیزې په مناسبت تسلیت وایم.

یو بل کارونکي قربانعلي صالحي لیکلي: د درد پېژندونکي، فیلسوف، ارواښاد، فقیه، وتلي مجاهد د وفات د ۳۵ کلیزې د رارسېدو په مناسبت د خدای پاک د ازادۍ لارې دیني مفکرینو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم.!

صالحي په دې خبرې سره چې د امام خمیني درناوی د ارزښتونو درناوی دی، لیکلي دي: اوس چې موږ د امام خمیني د مړینې د ۳۵ کلیزې په درشل کې یو، هغه څوک چې له ډېرو کلونو وروسته یې اسلام ته نوی ژوند ورکړ، او د قرآن کریم احکام یې، له حاشیو او انزوا څخه متن کې ژوند راوست او عملي یې کړ، د ظلم او استبداد پر وړاندې یې تخت واخست او د مظلوم لاس یې ونیو او بالاخره یې انسانیت را ژوندی کړ او نوی ژوند یې ورکړ او نن ټول هغه څه چې موږ یې اسلامي او انساني عزت او وقار لرو هغه د اسلامي انقلاب برکت دی.
 
دغه کارونکي لیکلي: نن ورځ مظلومان له قدرت او عظمت څخه برخمن دي او استکبار د زوال په لور روان دی او اسلامي انقلاب به د حضرت مهدي علیه السلام د صالح جانشین حضرت ایت الله خامنه اي په مشرۍ له انقلاب سره تړلی وي. 

د صالحي په وینا، اوس موږ د ازادۍ او خپلواکۍ د لارې د مومنانو او پیروانو او د ولایت او امامت د لارې د پیروانو په توګه اړینه ده، چې په بې ساري ډول د لمانځنې مراسم تر سره کړو، تر ډېره د دې لپاره چې د اسلام د لارښوونو په اړه بیا کتنه وکړو، د محمد (صلی الله علیه وسلم) خالص اسلام چې هغه د خپل حرکت هدف وګرځاوه او بالاخره یې هغه او د هغه انقلاب بریالی کړ او نن ورځ موږ دې لارښوونو ته تر بل هر وخت زیات اړتیا لرو.

حامد هاشمي همداراز لیکلي دي: د اسلامي جمهوریت د بنسټګر او د خالص محمدایانو د احیاء کوونکي حضرت امام خمیني (ره) د وفات د ۳۵ کلیزې په مناسبت د نړۍ مسلمانانو په ځانګړې توګه د اسلام د امامانو د مکتب پیروانو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوم. 

په زرګونو نورو افغان کارونکو د دغه ستر انسان د انځورونو په خپرولو سره د امام خمینی د ۳۵مې کلیزې د لمانځنې مراسم ترسره کړل او د هغه د لارې په دوام یې ټینګار وکړ.

د پیغام پای/

Your Comment

You are replying to: .